په شل اوریزو سیالیو کې د چټکې سلیزې ریکارډ مات شو
حوت 09, 1402 09:39 Asia/Kabul
د نامیبیا کیڼ لاسي توپ وهونکي جان نیکول د یوې درې اړخیزې لوبلړۍ پرمهال د نيپال پر وړاندې په ۳۳ توپونو سلیزه وهلې ده
۲۲ کلن نیکول چې په ۵م نمبر توپوهنې ته راښکته شوی و په ۳۳ توپونو یې ۱۰۰ منډې پوره کړې دي.
هغه ۸ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې.
تر نوموړي وړاندې دا ویاړ د نیپال د لوبغاړي کوشال مالا په نوم و چې په ۳۴ توپونو یې د نامیبیا خلاف سلیزه وهلې وه.
دا سیالي د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه نن سه شنبه په نیپال کې ترسره شوه چې د ۲۰ منډو په توپیر نامیبیا وګټله