د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره لوبیږي
ټاکل شوې، چې له ایرلنډ سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوازېنۍ ټیسټ لوبه نن د افغانستان پر وخت د ورځې لس نیمې بجې پيل شي.
دا ټیمونه به د کابل په وخت له غرمې مخکې په لس نیمو بجو د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په ټولرنس اووال سټډيوم کې سره مخ شي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم کپټان حشمت الله شهیدي پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل: آیرلنډ یو سخت سیال دی. موږ پخوا ډېرې لوبې کړي. دا به موږ دواړو ته یو چلنج وي. خو موږ به هڅه وکړو چې د شرایطو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلو. لوبه مثبته پيل او مثبته یې پای ته ورسوو.
ایرلنډ او افغانستان تر دې مخکې یوه ټیسټ لوبه په ۲۰۱۹ کال کې کړې وه چې هغه افغانستان ګټلې.
د افغانستان د ټیم کپټان حشمت الله شهیدي دی او د څو ځوانو لوبغاړو تر څنګ نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، رحمن الله ګربز هم په ټیم کې شته.
راشد خان او مجیب الرحمن چې د افغانستان دوه اصلي توپ اچوونکي دي په دې ټيسټ سیالي کې نشته.