والیبال؛ د افغانستان غوره لیګ سیالیو د پایلوبې لوبډلې معلومې شوې
حوت 06, 1402 12:19 Asia/Kabul
د افغانستان د والیبال غوره لیګ د درېیم پړاو سیالیو نیمه پایلوبې ترسره شوې او د پایلوبې لوبډلې یې معلومې شوې.
د والیبال فدراسیون د خبر پر اساس په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې ام البلاد د هندوکش او په دوهمې نیمه پایلوبې کې بست د سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
پایلوبه به د ام البلاد او بست لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د والیبال لیګ په درېیم پړاو سیالیو کې سږ کال ۸ لوبډلو په دوو ګروپونو کې سره سیالۍ وکړې.
د ویلو ده چې د یاد لیګ د لومړنيو دوه پړاوونو اتلولۍ د ام البلاد لوبډلې ګټلې وې.