په کاناډا کې د افغانانو د کرکټ لوبډله جوړه شوه
په کاناډا کې د افغانستان یو شمېر پخواني ملي لوبغاړو په ګډون د «افغان کاناډا اتلانو» په نوم د کرکټ لوبډله جوړه شوه. دغه لوبډله په کاناډا کې د یو شمېر هغو افغانانو له خوا جوړه شوې چې پخوا یې د افغانستان کرکټ بورډ کې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
یاده لوبډله افغان کنیډین اتلان نومیږي او د افغانستان د ملي، نولس کلنې او کورني کرکټ ځینې مخکښ لوبغاړي پکې شامل دي.
د یاد کلب مسولین د افغان کرکټ بورډ ادارې پخواني کارکونکي نورعالم فرید، شېراغا همکار او عابد صاحبزاده دي.
یادو مسوولينو رسنیو ته ویلي، د لوبډلې کپتان یې د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی غړی منیراحمد کاکړ دی.
دغه راز په دې لوبډله کې خیبرعمر، ناصرعمر، اصغرهوتک، محمدمجتبی، عبدالواسع نوري، جمشېد میرعليخېل، ذکي الله سلطاني، ذاهد شېرزاد، بسم الله علیخېل، روح الله عزیزي، عرفان سادات، محمد ریاض، قذافي پټان او وحیدالله رفیق شامل شوي دي.
د مسوولینو په وینا، پخوانی افغان روزونکی دولت ځاځی یې د لوبډلې مشر روزونکی ټاکلی دی.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په ګڼو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کرکټ او نورو لوبو د لوبغاړو لپاره لوبیز کلبونه جوړ شوي دي.