حوت 02, 1402 08:49 Asia/Kabul
  • ویل کېږي د آزاده لوبو لوبغاړی جاوید بشارت د خپل کاناډایي سیال سره د سیالۍ میدان ته ښکته شي

د «UFC» نړیوال سازمان د راپور له مخې، دواړه ورزشکاران به د همدې میاشتې په دولسمه مه نېټه د کابل پر وخت د شپې لس بجې په دغه سازمان کې له یو بل سره مخامخ شي.

دا لوبه به د امریکا لاس ویګاس نوادا ایالت کې د یو اف سي آپیکس سازمان په کوربه توب ترسره شي.

د ویلو وړ ده چې جاوېد بشارت تر دې مهاله څوارلس لوبې ګټلې دي او تر دې مهاله ماتې سره نه ده مخ شوې خو د هغه سیال ایمن زهابي لس ګټلي او دوه بایللي دي.