حوت 01, 1402 12:05 Asia/Kabul
  • د افغان موټر سایکل ځغلونکو یوه ډله په نړیوالو سیالیود کډون په موخه پاکستان ته ولاړه

د بدني روزنې او سپوروټ عمومي ریاست له لوري د موټرسایکل ځغلوونې ملي فدراسیون ۱۸ کسېزه لوبډله د موټرسایکل ځغلوونې نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان هېواد ته روانه شوه.

دغه سیالۍ د افغانستان، پاکستان، ایران او سعودي عربستان ترمنځ به د پاکستان د لاهور ښار په کوربتوب سبا ورځ د کراس او کوهستان په سبک کې پیل شي.

د بدني روزنې او سپوروټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.