کرکټ؛ سریلانکا د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله
د سریلانکا کرکټ ملی لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لومړنيو دواړو لوبو کې پرله پسې افغانستان ته ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې هم وګټله.
دویمه سیالي د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰بجه پیل شوې وه چې افغان لوبډلې یې پچه وګټله او توپ اچونه یې انتخاب کړه.
د سریلانکا لوبډلې د خپلې توپوهنې په پاڼۍ کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۸۸ منډو هدف یې وټاکه.
د یادې لوبډلې لپاره سدیرا سمرا ویکرما ۵۱ او انجیلا متیوز۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو له ډلې محمدنبي او عظمت الله عمرزي دوه ـ دوه، نوین الحق او فضل حق بیا یوه ـ یوه وېکټ وسوځوله.
په ننۍ سیالۍ کې د افغانستان د پيلونکو توپوهونکو جوړه هم بدله شوې وه، حضرت الله ځاځي ته د قیس احمد پر ځای چانس ورکړل شوی و، خو ځاځی په صفر وسوځېد.
لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۰ منډو خپله وېکټ له لاسه ورکړه او یو وار بیا د افغانستان د توپوهنې برخه ناکامه شوه او ټول لوبغاړي یې په ۱۱۵ منډو وسوځېدل.
دا سیالي سریلانکا د ۷۲ منډو په تفاوت وګټله.
د افغانستان لپاره مخکښ منډه جوړونکی کریم جنت و چې ۲۸ منډې یې وکړې، محمدنبي بیا په ۲۷ منډو سوځېدلی و.
د کوربه لوبډلې په توپ اچونکو کې انجیلو متیوز، فیرنینډو، هسرنګا او پټیرانا دوه ـ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۴۲ منډو په توپیر ماتې خوړلې وه او وروستۍ سیالۍ به د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شي.
د ویلو ده چې سریلانکا په یوازيني ټېسټ او درې یو ورځنیو سیالیو کې هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه.