ګربز: په وروستیو ماتو خواشیني او د نورو لوبو د ګټلو په هڅه کې یوو
دلو 30, 1402 14:04 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماښام شاوخوا ۶ بجې له سریلانکا سره دویمه شل اووریزه لوبه کوي.
لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ افغانستان بایلوده.
د کرکټ د ملي ټیم پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز په یوه ویډیويي پیغام کې چې کرکټ بورډ خپور کړی ویلي د تېرو ماتو په خاطر لوبغاړي خواشیني دي خو د راتلونکو لوبو د ګټلو لپاره خپله هڅه کوي.
ګربز ویلي:
" سختو حالاتو کې یو ټول لوبغاړي خو زموږ به کوښښ او هدف دا وي چې دې حالاتو نه څنګه ځان راپورته کړو. زموږ به سل فیصده هدف دا وي چې د تېرو لوبو تېروتنې تکرار نه کړو او دا پاتې لوبې او سیریز وګټو"
د افغانستان په ټیم کې مخکښ بالر راشد خان او مجیب الرحمن د ورپېښو ژوبلتیاوو په سبب نه دي شامل.
وروستۍ شل اووریزه لوبه چهارشنبه د دوو نورو لوبو په څېر د سریلانکا په دمبولا ښار کې ترسره کېږي.