کرکټ؛ نن د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ شل اوره سیالۍ پیلېږي
دلو 28, 1402 12:52 Asia/Kabul
ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالي کې نن شنبه سره مخامخ شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د اعلان له مخې دا لوبه د سریلانکا د دمبولا ښار په نړیوال لوبغالي کې پلان شوې ده.د دې لړۍ دوهمه لوبه به د دوشنبې او درېیمه د چارشنبې په ورځ ترسره شي.له دې مخکې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې د یوورځنیو لوبو د لړۍ په درې واړه سیالیو کې ماتې وخوړه، په داسې حال کې چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.