دلو 28, 1402 12:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان د والیبال د غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیلېدل

د افغانستان د والیبال د غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوي

د افغانستان د والیبال فدراسیون مسوولان وايي چې د افغانستان د والیبال د غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پرون پنجشنبه په کابل کې پیل شوې. په دغه لیګ کې اته ټیمونه برخه لري او دوی به د بدني روزنې په جمنازیوم کې چې ۲۵۰۰ کسان په کې ځایېږي، دا لوبې کوي.د افغانستان د والیبال فډراسیون خبر ورکړی چې یو نړیوال لوبڅار او یو ایرانی روزونکی له دغه لیګ سره همکاري کوي.تر اوسه په شویو لوبو کې ام البلاد ټیم توانېدلي درې د صفر په وړاندې پامیر ته ماتې ورکړي، هندوکش هم توانېدلی په همدې نتیجه بالاحصار ټیم مات کړي، د بُست ټیم بیا درې د صفر په وړاندې نګین هریوا ټیم مات کړ.ام البلاد ټیم بیا په خپله دوهمه لوبه کې تېره شپه درې د صفر په وړاندې خپل سیال مات کړ او سپین غر ټیم هم درې د صفر په وړاندې مقابل ټیم مات کړ.