کرکټ؛ افغانستان د سریلانکا په وړاندې په ۷ وېکټو ماتې وخوړه
دلو 26, 1402 18:26 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې د یو ورځنیو لوبو لپاره په سریلانکا کې ده، په خپله درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم له سریلانکا څخه ماتې وخوړه.
په دې لوبه کې افغان ملي لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبغاړو په اته څلویښتو آورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیالې لوبډلې ته یې دوه سوه اوه شپیته منډې وټاکلې.
د افغانستان لپاره رحمت شاه او عظمت الله عمرزي تر ټولو زیاتې پنځه شپېته او څلور پنځوس منډې جوړې کړې.
د لوبې په دویم پړاو کې د سریلانکا لوبډلې وکولای شول چې، په پنځه دېرشم آوور کې یوازې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره، ټاکل شوی هدف پوره کړي او لوبه وګټي.
زموږ د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په تېرو دوو لوبو کې هم ماتې خوړلې وه.