دلو 25, 1402 17:52 Asia/Kabul
  • په قطر کې د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ؛  فهیم انوري د افغانستان د لامبو وهنې ریکارډ پیاوړی کړ

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لامبو وهلو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د لامبو یوازینی استازی فهیم انوري د افغانستان د لامبو ملي ریکارډ پیاوړی کړ.

د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ د فبرورۍ له دویمې نيټې تر اتلسمې د دوه سوه او یو هېوادونو د دوه زره او شپږسوه لوبغاړو په ګډوهن په دوحه ښار کې د افغانستان په استازیتوب فهیم انوري په کې ګډون کوي

پرون فهیم انوري وتوانید چې د پنځوس مترو بریسټسټروک لامبو وهلو کې په خپل ګروپ کې د اتو لامبو وهونکو په منځ کې دوهم ځای خپل کړي او دغه راز یې د نړۍ د شپېتو لامبو وهونکو په منځ کې نهه څلویښتم ځای خپل کړ.

همدارنګه انوري د سل متره بریسټسټروک په برخه کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړه، چې د اتو سیالیو په منځ کې یې دریم ځای خپل کړ، خو په دې برخه کې یې د افغان لامبو ملي ریکارډ ټینګ کړ.

د افغانستان دغه نامتو لامبو وهونکی چې د جاپان په توکیو کې یې د المپیک په سیالیو کې هم ګډون کړی و، د پاریس په المپیک سیالیو کې د ګډون لپاره د افغان ورزشکارانو یو له مهمو انتخابونو څخه دی.