دلو 19, 1402 19:10 Asia/Kabul
  • قطر ایران ته په ماتې ورکولو سره د پرلپسې دویم کال لپاره فاینل ته ورسېد

د آسيا ملتونو د فوټبال سياليو د نيمه پايلوبې په دويمه لوبه کې، د قطر د فوټبال ملي لوبډلې، د ايران د فوټبال ملي ټيم پر وړاندې، د درې پر دوه پایلې سره بریا ترلاسه کړه.

د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې، سردار آزمون د لوبې په څلورمه دقیقه، د ایران لپاره یو ګول ترسره کړ، خو تر دې دیارلس دقیقې وروسته، جاسم جابر عبدالسلام د قطر لپاره مساوي ګول وکړ.

د لومړۍ نیمايي په وروستیو دقیقو کې، عفیف اکرم د دویم ځل لپاره د ایران دروازه پرانیسته او دا لومړۍ نیمايي د دوه پر یو په توپیر سره، د قطر په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې په دویمه نیمايي کې، ایران په پنځوسمه دقیقه کې، یو پینالټي ترلاسه او عليرضا جهانبخش د لوبې پایله، دوه پر دوه مساوي کړه.

خو د لوبې په وروستیو دقیقو کې، معیز علي د درېیم ځل لپاره د ایران دروازه پرانسته، چې په دې سره، قطر په پرلپسې توګه د دویم کال لپاره، فاینل ته لاره پیدا کړه.