دلو 15, 1402 09:09 Asia/Kabul
  • د اسیا د ملتونو فوټبال جام؛ ایران جاپان ته ماتې ورکړه

د ایران د فوټبال ملي ټیم له ۱۹ کلونو وروسته د اسیا د ملتونو د جام په سیالیو کې د جاپان د فوټبال ملي ټیم ته ماتې ورکړه.

ایران وتوانېد د جاپان په وړاندې ۲ – ۱ بری ومومي او د اسیايي ملتونو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

دا لوبه د قطر په الریان کې د دواړو لوبډلو ترمنځ شنبه ناوخته وشوه.

د دې لوبې په ۲۸مه دقیقه کې د جاپان لپاره "هیدیماسا موریتا" ګول وکړ. په دویمه نیمايي کې د ایران لوبډلې د لوبې کنټرول په خپل لاس کې واخیست او په ۵۵مه دقیقه کې محمد محبي مساوي ګول ترسره کړ.

په اضافي وخت کې، ایران وتوانید چې د علیرضا جهانبخش لخوا د پینالټي شوټ په مرسته بل ګول ووهي او ۲ پر ۱ مخکې شي.

په دې توګه ايران د اسيايي سياليو نيمه پايلوبې ته رسېدلى او د ازبکستان او قطر ترمنځ د سيالۍ له ګټونکي سره به مخامخ شي.