دلو 15, 1402 09:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ټیسټ لوبې؛ لومړۍ ورځ یې نن پای ته ورسېده

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي ټیمونو د ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.

افغانستان په خپل نوبت کې ۱۹۸ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول.

په ځواب کې سریلانکا په ۱۴ اورونو کې پرته له دې چې کوم لوبغاړی یې اوټ شي ۸۰ منډې جوړې کړې.

سبا ته به هم سریلانکا خپله لوبه مخته بیايي.

د افغانستان لپاره نن په توپ وهنه کې د رحمت شاه ۹۱ او د نور علي ځدراڼ ۳۱ منډې د یادولو دي.

د افغان ټیم لوبډلمشري حشمت الله شهیدي کوي.

په ټیم کې که څه هم ځینې ځوان او پخواني لوبغاړي شته خو راشد خان، مجیب الرحمن، رحمن الله ګربز، ګلبدین نایب او ځینې نور پېژندل شوي لوبغاړي ټیم کې نه دي شامل.