دلو 12, 1402 09:53 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د آسیا ملتونو جام سیالیو څخه بیرون شو

د سویلي کوریا فوټبال ملي لوبډلې د پنال ټي په وهلو سره بریالۍ شوه ترڅو سعودي عربستان لوبډلې ته څلور پر دوه ماتې ورکړي او د آسیا ملتونو جام سیالیو نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د سه شنبې په شپه د قطر په ایجوکېشن لوبځای کې ترسره شوه.

دا لوبه د یو په یو ګول وهلو سره اضافي وخت ته ولاړه، خو په اضافي وخت کې د لوبډلې برخلیک معلوم نه شو او سویلي کوریا د پنال ټي په وهلو سره دغه لوبه وګټله.

له دې لوبې مخکې ازبکستان د ټايلېند فوټبال ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې لوبو نیمه پای لوبو پړاو ته لاره پیداکړې وه.