دلو 11, 1402 11:25 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ افغان لوبډله له نوي او پیاوړي جوړښت سره د سریلانکا پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د ټسټ د لومړنۍ لوبې لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ د لوبډلې نوملړ پرون اعلان کړ

د هېواد د کرکټ د ځینو مخکښو لوبغاړو لکه د راشدخان، رحمان الله ګربز او مجیب الرحمان نومونه په دې لوبډله کې نه شته.

د هېواد د کرکټ ستوری راشدخان د ملا له عملیات وروسته لاهم د بیارغېدنې په حال کې دی.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه د روانې جمعې په ورځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پلان شوې.

افغان لوبډله به سریلانکا ته د دې سفر پرمهال پر دې سربېره ۳ یوورځنۍ او ۳ شل اووریزې لوبې هم وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د یوورځنیو او شل اووریزو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ به هم ډېرژر اعلان کړي.