دلو 10, 1402 10:11 Asia/Kabul
  • د آسیا ملتونو جام په سیالیو کې د تاجیکستان بریا

د اسیا ملتونو جام د اتلولۍ پړاو لوبې د تاجکستان فوټبال ملي لوبډلې په زړه پورې بریا سره پیل شو

د تاجکستان او اماراتو دواړه ټیمونه پرون سره مخامخ شول او په پای کې د تاجکستان لوبغاړي وتوانېدل چې په زړه پورې لوبه کې اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړي.

تاجکستان که څه هم د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د وحدت هنانوف په ګول سره مخکښ شو، خو د لوبې په وروستیو ثانیو کې اماراتو لوبډله وتوانیده چې یو ګول ووهي او لوبه پنالټي ته ولاړه شي.

د تاجکستان ګول کیپر د یو پنالټي په نیولو سره د لوبې رخ بدل کړ او بریالی شو چې د خپلې لوبډلې په بریا کې اغېزناک رول ولوبوي. په پای کې، تاجکستان لوبډله په دې بریالۍ شوه چې پینځه درې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د لومړي ځل لپاره د آسیا د ملتونو جام د غوره اتو ټیمونو سره یوځای شي.

په بله لوبه کې اسټرالیا له اندونیزیا سره مخامخ شو او استرالیا لوبډله په دې بریالۍ شوه چې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او دوهمه لوبډله شوه چې کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه.