دلو 09, 1402 12:18 Asia/Kabul
  • نور احمد د جنوبي افریقا په سوداګریز کرکټ کې پنځه لوبغاړي سوځولي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي او ورو توپ اچوونکي نوراحمد د جنوبي افریقا په سوداګریزکرکټ لیګ کې پنځه لوبغاړي وسوځول.

نوراحمد چې د دوربان سوپر جاینټز ټيم لپاره لوبېږي پرون وتوانېد په څه باندې درېیو اورونو کې د سیال ټیم پارل رویالز پنځه لوبغاړي اوټ کړي په داسې حال کې چې یواځې یوولس منډې یې ورکړي.

دوربان ټیم بېګا په لومړۍ پاڼۍ کې په ټاکلو شلو اورونو سره ۲۰۸ منډې جوړې کړې.

د نوراحمد تر څنګ د دوربان ټيم کې بل افغان بالر نوین الحق هم لوبېږي.

سیال یې رویالز خپل ټول لوبغاړي یې په ۱۴ اوور کې د ۸۳ منډو په ترسره کولو سره له لاسه ورکړل.

دمګړی د جنوبي افریقا، بنګله‌دېش او متحده عربي اماراتو په کوربه توب په بېلابېلو سوداګریز نړیوالو لیګونو کې ګڼ افغان لوبغاړي لوبېږي چې د خپلو ټیمونو په بریاوو کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.