دلو 08, 1402 08:26 Asia/Kabul
  • قیس خادمی افغان سوک وهونکی نن شپه د نړیوالې اتلولۍ د یوه کمربند لپاره لوبېږي

افغان سوک وهونکی قیس خادمي نن شپه د آی بي او سازمان د نړیوالې اتلولۍ پر کمربند لوبیږي.

خادمي چې دمګړۍ د آی بي او سازمان د اروپا اتل دی د خپل سیال جکسون چاک په وړاندې په Flyweight (مچ وزن یا سپک وزن) کټګوري کې لوبیږي.

د دې کټه ګورۍ لوبغاړي اکثر شاوخوا پنځوس کیلو وزن لري.

د IBO سازمان له اعلان سره سم، د خادمي او جکسون لوبه د لندن په یارک هال صالون کې کېږي.

له خادمي څخه د نړۍ ګڼو نوموتو سوک وهونکو ماني پکوا او امیرخان د ملاتړ پیغامونه خپاره کړي او هغه ته یې د بري هیله کړې ده.

خادمي په مسلکي سوک وهنه کې دولس لوبې لري چې نهه یې ګټلي، یوه یې بایللې او دوه یې مساوي کړي دي.