دلو 02, 1402 11:36 Asia/Kabul
  • تر نولس کلنو د کم عمره کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان او نیوزیلنډ لوبه کوي

تر نولس کلنو د کم عمره کرکټ نړیوال جام په لړ کې به سبا سه شنبه افغانستان او نیوزیلنډ لوبه کوي.

دا لوبه د جنوبي افریقا په ایسټ لندن ښار کې د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو پيل شي.

افغان نولس کلنو لوبډلې په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ پر پاکستان بایلوده.

پاکستاني لوبډلې د ۲۸۶ منډو هدف ورکړی و، خو افغان لوبډلې یواځې ۱۰۳ منډې جوړې کړای شوې.

د نولس کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلو د کرکټ نړیوال جام لوبې په جنوبي افریقا کې له جمعې ورځې د شپاړسو لوبډلو تر منځ پيل شوي.