دلو 01, 1402 12:31 Asia/Kabul
  • د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان له پاکستانه ماتې وخوړه

تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د نړیوال جام د دویمې ورځې ۵مه سیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شوه چې پاکستان د ۱۸۱ منډو په توپیر وګټله.

یاده سیالي د سویلي افریقا د ایسټ لندن په ښار کې ترسره شوه چې پاکستانۍ لوبډلې د پچې په ګټلو توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۴ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې لپاره شاهزیب خان ۱۰۶ او لوبډلمشر سادبیګ ۵۵ منډې کړې وې.

په افغان توپ اچونکو کې خلیل احمد۴، بشیراحمد۲ او لوبډلمشر نصیرخان او الله محمد غضنفر یوه یوه ویکټ واخیسته.

د افغانستان توپوهونکو په ۲۶.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۰۳ منډې وکړې. د افغان توپوهونکو له ډلې نعمان شاه ۲۶، رحیم الله زرمتي، سهیل خان زرمتي او حسن عیسی خیل په ترتیب سره ۲۰ـ۲۰ او ۱۹ منډې وکړې.

د پاکستانۍ لوبډلې په توپ اچونکو کې عبیدشاه ۴ او محمدذیشان ۳ لوبغاړي وسوځول.

شاه زیب خان د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د ویلو ده چې افغان لوبډله به خپله دویمه سیالي د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د نیوزیلینډ هېواد پر وړاندې ترسره کړي.