کرکټ؛ هندوستان له افغان لوبډلې د لوبلړۍ درېیمه لوبه هم وګټله
د افغانستان او هندوستان ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ درېیمه لوبه په دویم سوپر اور کې کوربه لوبډلې وګټله.
یاده سیالي چې د بنګلور ښار په چینسوامي لوبغالي کې د چهارشنبې په شپه ناوخته پای ته ورسېده، هندۍ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۲۱۳ منډو هدف یې ټاکلی و.
د یادې لوبډلې لوبډلمشر روحیت شرما ۱۲۱ او رینکو سینګ ۶۹ منډې کړې وې.
افغان لوبډلې ته فرید ملک درې هندي لوبغاړي سوځولي وو.
په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ پوره پنځوس ـ پنځوس منډې وکړې، خو ګلبدین نایب د لوبې تر پایه ونه سوځېد او د ۵۵ منډو په جوړولو سره یې لوبه مساوي کړه. محمدنبي هم ۳۴ چټکې منډې وکړې.
د لوبې د پایلې معلومولو لپاره سوپر اور ترسره شو چې افغانستان هند ته د ۱۷ منډو هدف ورکړی و، خو هندۍ لوبډلې یوازې ۱۶ منډې وکړې او سوپر هم مساوي پای ته ورسېد.
په دویم سوپر اور کې هندۍ لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۱۲ منډو هدف یې ورکړ، خو افغان توپوهونکو ونه کړای شول چې هدف پوره کړي او د ۲ منډو تر جوړولو وروسته یې دواړه لوبغاړي محمدنبي او ګربز وسوځېدل.
دا لومړی ځل و چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د یوې لوبې پایله په دویم سوپر اور کې معلومیږي.
دا درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وه چې هندۍ لوبډلې په درې واړه لوبو کې بری وموند.
د ویلو ده چې تر دې وروسته به افغانستان د سریلانکا پر وړاندې د سیالیو لپاره خپل سفر پیلوي او هلته به د ټيسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو بشپړه لوبلړۍ لوبوي.