کرکټ: افغانستان او هندوستان نن وروستۍ شل اووریزه لوبه کوي
جدی 27, 1402 11:20 Asia/Kabul
د افغانستان او هند له تېرو لوبو یو یو انځور
د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي ټیمونه نن خپله وروستۍ یا درېیمه شل اووریزه لوبه کوي.
د دوی لوبه د ماښام په شپږو بجو د هند په بنګلور ښار کې پیلېږي.
افغانستان تر دې مخکې په هند باندې خپلې دوې لومړۍ لوبې بایللي دي.
د افغانستان د ټیم کپټان ابراهیم ځدراڼ د دوهمې لوبې له بایللو وروسته منلې چې لوبغاړو یې لوبو کې ځینې نیمګړتیاوې لرلې، خو هڅه کوي چې درېیمه لوبه ښه ترسره کړي.
افغانستان به تر هندوستان وروسته له سریلانکا سره راتلونکې فبروري کې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اووریزې لوبې ولري.