کرکټ؛ افغان نولس کلنو ځوانانو انګلستان ته ماتې ورکړه
تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د نړیوال جام سیالیو د تمریناتي لوبو په ترڅ کې افغانستان نن پخپلې لومړۍ لوبه کې انګلستان ته د ۶۷ منډو په تفاوت ماتې ورکړه.
د لوبې پچه انګلستان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۳۸ منډې کړې دي.
په افغان توپوهونکو کې نعمان شاه ۶۵، سهیل خان ۵۲ او خالد تڼیوال ۳۰ منډې کړې دي.
انګلستان د خپلې توپوهنې په پاڼۍ کې یوازې ۱۷۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
افغان توپ اچونکو له ډلې الله محمدغضنفر۵، بشیراحمد او خلیل احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د تمریناتي سیالیو په ترڅ کې به افغانستان دوهمه لوبه له سویلي افریقا سره ولوبوي.
د ویلو ده چې د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام رسمي سیالۍ به د جنورۍ په ۱۹مه نېټه پيل شي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د همدې میاشتې په ۲۰مه نېټه له پاکستان سره ولوبوي.