جدی 25, 1402 12:09 Asia/Kabul
  • د هند  او افغانستان شل اوریزي سیالۍ؛ هندوستان له افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې په دوهمې شل اوریزې سیالۍ کې هم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره یې دغه لوبلړۍ وګټله.

په دوهمې سیالۍ کې افغانستان د ۱۷۳ منډو هدف ټاکلی و او کوربه لوبډلې په ۱۶م اور کې د ۴ ویکټو په تاوان پوره کړ.

د دې لوبې پچه هم هندي لوبډلمشر ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.

په افغان توپ وهونکو کې ګلبدین نایب تر ټولو ښه وځلید هغه په ۳۵ توپونو ۵۷ منډې وکړې.

دغه راز نجیب الله ځدراڼ ۲۳، مجیب الرحمن ۲۱ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.

دا په شل اوریز کرکټ لومړی ځل دی چې افغانستان د هند پر وړاندې ۱۷۲ منډې کوي.

په هندي توپ اچونکو کې ارشدیپ سېنګ ۳، اکشر پټیل او روي بیشنوی دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

کوربه لوبډلې که څه هم د لوبې په لومړي اور کې لوبډلمشر روحیت شرما له لاسه ورکړ، خو د جایسوال او شیوام دوبې اوږدې ملګرتیا هند هدف ته ورساوه.

جایسوال ۶۸ او ډوبې ۶۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې کریم جنت دوه، فضل حق فاروقي او نوین الحق یوه یوه ویکټ وسوځوله.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هم هند افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

د لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه په بنګلور ښار کې ترسره شي.