جدی 24, 1402 08:59 Asia/Kabul
  • کرکټ بورډ: افغان لوبډلې هند سره ننۍ دویمې لوبې ته ښه تیاری نیولی دی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډلې د هند په وړاندې د دویمې شل اووره مسابقې لپاره پوره تمرینونه کړي دي.

دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات نن یکشنبه له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

" افغان اتلان نن د هندوستان په وړاندې خپله دویمه شل اووره سیالي کوي. دوی اندور ته رسېدلي او هلته یې خپل تمرینونه کړي دي. تمه کېږي په نننۍ لوبه کې ښه وځلېږي."

د هند په اندور کې نننۍ مسابقه د کابل پر وخت د ماښام شپږ بجې پیلېږي.

تېره پنج شنبه لومړۍ لوبه هند په شپږو ویکټو ګټلې وه او درېیمه شل اووره مسابقه به د راروانې چهارشنبې په ورځ وشي.