ویلچر باسکټبال لوبې؛ افغانستان سبا له سعودي عربستان سره لوبیږي
جدی 23, 1402 10:38 Asia/Kabul
ټاکل شوې ده چې د افغانستان باسکټبال ویلچر ملي لوبډله سبا د سعودي عربستان له سیال ټیم سره مسابقه وکړي.
دا لوبه به د کابل په وخت یکشنبه د سهار اته نیمې بجې پيل شي.
د افغانستان باسکټبال ویلچر لوبډلې د اسیایي او اقیانوسیه سیالیو په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته اووه دیرش د اووه اویا په وړاندې ماتې ورکړه.
د ټایلنډ پلازمېنه بنکاک د دې لوبو کوربنه ده.
له افغانستان سره په ګروپ کې د فلیپین او د متحد عربي اماراتو لوبډلې هم شاملې دي.