افغانستان له هند سره سبا دویمه ۲۰ اوریزه کرکټ لوبه لري
جدی 23, 1402 10:25 Asia/Kabul
ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د شل اورونو دوهمه لوبه وشي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ وشوه چې هند د شپږ ویکټو په توپیر وګټله.
د هند په کوربتوب د دې لړۍ درېیمه لوبه به د چهارشنبې په ورځ وشي.
تر دې لوبو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره په پلازمېنې کولمبو کې د فبرورۍ په دوهمه ټسټ لوبه کوي.