کرکټ؛ د هندوستان پر وړاندې د افغانستان لوبډله اعلان شوه
افغان کرکټ بورډ د هندوستان پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.
د شنبې په ورځ کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې هم د افغان لوبډلې لوبډلمشر وي.
په اعلان شوې لوبډله کې راشدخان هم شته، خو کرکټ بورډ ویلي، ښايي نوموړی په هېڅ لوبه کې ونه لوبیږي.
دا ځل په نوملړ کې ۱۹ لوبغاړي شامل شوي دي چې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، اکرام علیخېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان دي.
ټاکل شوې چې افغانستان او هندوستان د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه دوه اړخیزه لوبلړۍ پیل کړي.
د دې لوبلړۍ دویمه سیالي به د جنورۍ په ۱۴مه او درېیمه به په ۱۷مه نېټه وي.
د ویلو ده چې په لومړي ځل یاد هېوادونه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي.