د ۲۰۲۴ کال د کرکټ سیالیو جدول اعلان شو
جدی 16, 1402 10:14 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال شل اووریز جام مهالوېش اعلان کړ.
د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال شل اووریز جام د امریکا متحده ایالتونو او ویست اندیز په ګډ کوربه توب د جون له لومړۍ تر ۲۹مې ترسره کېږي.
افغانستان د نړیوال جام په سي ګروپ کې لومړۍ لوبه جون په دریمه له یوګاندا سره لري. ورپسې د جون په اوومه له نیوزیلنډ، د جون په ۱۳مه له پاپوا نیو ګېنې او د جون په ۱۷مه له ویست اندیز سره مخ کېږي.
د افغانستان ټولې دا ګروپي لوبې د ویست اندیز په ښارونو کې ترسره کېږي چې د ځينو افغان کرکټ مبصرینو نیوکې یې پارولي دي.
دوی نیوکه کړې چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان لوبې د امریکا پر ځای چې لکونه افغانان پکې دي په ویست اندیز کې پلان کړي چې افغانان یا پکې نشته یا ډېر کم دي.