جدی 14, 1402 11:36 Asia/Kabul
  • افغان کرکټ بورډ ویلی چې ملي لوبډلې ته  د توپوهنې نوی روزونکی ټاکلی دی

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د سویلي افریقا پخوانی توپوهونکی انډریو پټیک یې د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، که څه هم ښاغلي پټیک د نړیوال کرکټ تجربه نه لري، خو په کورنیو سیالیو کې د روزنې تجربه زیاته ده.

نوموړي تر دې وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي مسوولیت هم پر غاړه درلود.

کرکټ بورډ وايي:

" د افغانستان کرکټ بورډ انډریو پټیک سره د یو کال لپاره تړون وکړ او نوموړی به د هندوستان پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د راتلونکې لوبلړۍ لپاره له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي."

په ورته وخت کې د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام لپاره جیمز پارسنز د لوبډلې د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، جېمز پارسنز له وړاندې له افغان ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې سره په سویلي افریقا کې یوځای شوی او هلته به د ۲۰۲۴م کال ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سره کار کوي.