جدی 12, 1402 10:03 Asia/Kabul
  • افغان لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره درېیمه شل اوریزه لوبه کوي

د افغانستان او متحده عربي اماراتو وروستۍ او درېیمه شل اووریزه لوبه نن ماښام ترسره کېږي.

دا لوبه په شارجه کې پلان شوې چېرته چې دوه مخکینۍ لوبې هم شوې وې.

په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۲۰۳ منډو لوی هدف ټاکلی و او امارات یې په ۱۳۱ منډو ایسار کړ، خو په دوهمه لوبه کې بیا افغانستان د ۱۶۷ منډو هدف ته ونه رسېد او ټول لوبغاړي یې په ۱۵۵ اوټ یا وسوځېدل شول.

افغان لوبډله به له متحده عرب اماراتو سره تر سیریز وروسته هند ته ځي څو هلته له کوربه هندوستان سره دری شل اووریزې لوبې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د ملي ټیم د سر روزونکي جاناټن ټروټ قرارداد یې د یوه بل کال لپاره غځولی دی.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې دوشنبه ناوخته زیاته کړې چې د سر روزونکي ټروټ تېرې بریالۍ دورې ته په کتو یې له هغه سره تړون غځولی دی.

د جاناټن ټروټ په رهبري سره د افغانستان ټیم په تېر نړیوال جام کې ښې لاسته راوړنې وکړې او د پاکستان، انګلستان، سریلانکا او هالند ټیمونه یې مات کړل.