کرکټ؛ افغان لوبډلې خپله دوهمه سیالۍ اماراتو ته وبایلله
جدی 11, 1402 08:14 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د شل اوریزې لوبلړۍ دوهمه لوبه بایلوده.
په دغې لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ، خو افغان لوبډلې هدف پوره نه کړ او د اماراتو لوبډلې په ۱۱ منډو لوبه وګټله.
د یادولو وړ ده چې د دغې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه وړمه ورځ افغانستان ګټلې وه.
سبا د جنورۍ په دوهمه نېټه د دغې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې بیا پرون د افغانستان، هندوستان او سویلي افریقا نوولس کلنو لوبډلو ترمنځ د روانې درې اړخیزه لوبلړۍ په لړ کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې تر دې وړاندې په دغې لوبلړۍ کې هند ته لوبه بایللې وه.