جدی 10, 1402 09:36 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ افغانستان ملي لوبډله نن متحده عربي اماراتوسره دویمه لوبه کوي

د افغانستان او کور به هېواد، متحده عرب اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې نن د شارجه په نړیوال میدان کې خپله دویمه شل اووره مسابقه کوي.

نننۍ مسابقه د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیمې بجې پیلېږي.

د کرکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات نن رسنیو ته ویلي:

" د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د متحده عرب اماراتو په وړاندې د درېیو نړیوالو شل اووره مسابقو دویمه لوبه کوي. افغان لوبډلې وکړای شول چې په خپله لومړۍ مسابقه کې اماراتو ته په لوی توپیر ماتې ورکړي."

افغانستان چې تېره اوونۍ له متحده عرب اماراتو دوې غیررسمي پنځوس اووره مسابقې وګټلې، خپله لومړۍ شل اووره مسابقه تېره جمعه د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان او متحده عرب اماراتو لوبډلې به د سې شنبې په ورځ په خپلو کې درېیمه شل اووره مسابقه کوي.

وروسته به افغانستان له هند سره درې شل اووره مسابقې وکړي، چې لومړۍ به یې د جنورۍ میاشتې پر ۱۱مه، دویمه پر ۱۴مه او درېیمه د جنورۍ پر ۱۷مه وي.