کرکټ؛ کرکټ؛ افغانستان په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې اماراتو ته ماتې ورکړه
افغانستان په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې د ۷۲ منډو په توپیر عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې د ۲۰۴ منډو هدف ټاکلی و او اماراتو یې په ځواب کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې.
په دې لوبه کې رحمن الله ګربز ۱۰۰ منډې وکړې، دا یې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لومړنۍ سلیزه وه.
لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ په ۵۹منډو وسوځېد.
عظمت الله عمرزی په ۱۹ او محمدنبي په ۴ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.
حضرت لله ځاځی بیا په ۱۳ منډو سوځېدلی و.
د اماراتو لپاره په توپ اچونه کې محمدجواد الله، جنید صدیقي او عیان افضل یوه یوه ویکټ وسوځوله.
کوربه لوبډلې ۲۰ اورونه ولوبول او ۴ لوبغاړي یې وسوځېدل.
یادې لوبډلې ته اروېندا نیمه سلیزه ووهله.
په افغان توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي دوه، نوین الحق او قیس احمد یوه یوه وېکټ واخیسته.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې دویمه سیالي د ډسمبر په ۳۱مه نېټه ترسره کړي.