کرکټ؛ نن افغانستان د اماراتو پر وړاندې سیالي
جدی 04, 1402 11:44 Asia/Kabul
ټاکل شوې چې نن دوشنبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لومړۍ غیررسمي یو ورځنۍ سیالي ترسره کړي.
یادې لوبډلې به دوه غیری رسمي یو ورځنۍ سیالۍ ولوبوي او بیا به د درېيو رسمي شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.
د یو ورځنیو سیالیو په موخه افغان کرکټ بورډ ادارې د ډسمبر په ۲۲مه نېټه ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په هماغه ورځ اماراتو ته تللې ده.
د ا ځل په افغان لوبډله کې د ځینو پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ څو تنه ځوانان هم ځای شوي دي.