قوس 28, 1402 10:53 Asia/Kabul
  •  کرکټ؛ هند سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

د کوربه سویلي افریقا او هندوستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم پیل شوه چې لومړۍ لوبه یې د ۸ وېکټو په توپیر مېلمه لوبډلې وګټله.

لوبې پچه سویلي افریقا ګټلې وه او توپ وهنه یې غوره کړې وه.

یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو پر سر ۲۸ اورونه ولوبول او ۱۱۶ منډې یې وکړې.

د هند لپاره په توپ اچونه کې ارشدیپ سینګ ۵ او اوېش خان ۴ لوبغاړي وسوځول.

هندۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۷م اور کې یوازې د دوه لوبغاړو سوځېدو پر سر پوره کړ.

یادې لوبډلې ته سای سودرسن په لومړي ځل ولوبید او ۵۵ ناسوځېدلې منډې ېې وکړې، دغه راز سریش ایر هم ۵۲ منډې وکړې.

دوی به دویمه سیالي د ډسمبر په ۱۹مه نېټه ترسره کړي.