د کرکټ له ډګره؛ نتن لاین په ټیسټ کرکټ کې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې
د اسټرالیا د ټيسټ سیالیو ځانګړي لوبغاړي نتن لاین د پاکستان پر وړاندې په وروستۍ ټيسټ سیالۍ کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې.
هغه د یادې ټيسټ سیالۍ پر مهال چې اسټرالیا د ډسمبر په ۱۷مه نېټه د ۳۶۰ منډو په توپیر وګټله په دواړو پاڼیو کې ۵ لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان د دویمې پاڼۍ پرمهال نتن لاین یوازې یوې ویکټې ته اړتیا درلوده چې ۵۰۰ وېکټې پوره کړي، هغه وکړای شول د یادې لوبډلې ۷م لوبغاړی فهیم اشرف وسوځوي.
اسټرالیا او پاکستان د ډسمبر په ۱۴مه نېټه د درې ټيسټ سیالیو لوبلړۍ له پرت ښار څخه پیل کړه چې لومړنۍ یې د اسټرالیا په بري سره پای ته ورسېده.
۳۶کلن نتن لاین تر دې دمه ۱۲۳ ټيسټ سیالۍ لوبولي دي، هغه په ۲۳۰ پاڼیو کې ۳۱۶۱۴ منډې ورکړي او ۵۰۱ لوبغاړي یې سوځولي دي.
ښاغلي لاین د یوې ټيسټ لوبې په یوه پاڼۍ کې ۸ لوبغاړي هم سوځولي دي او تر دې دمه یې ۲۳ ځله په یوه پاڼۍ کې ۵ لوبغاړي سوځولي او د ټیسټ په یوې سیالۍ کې یې ۴ ځل لس لوبغاړي سوځولي دي.
نتن لاین د خپل ټيسټ کرکټ لوبیز ژوند د ۲۰۱۱ ز کال د اګست په ۳۱مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې پیل کړ، هغه په خپلې لومړۍ لوبه کې ۷ لوبغاړي سوځولي وو.
هغه ۸م لوبغاړی شو چې په ټيسټ کرکټ کې ۵۰۰ ویکټې پوره کوي، تر نوموړي وړاندې موتای مورلي درن، شین وارن، جیمزانډرسن، انیل کوملې، سټورټ براوډ، ګلین میګرا او کوټني واش دا کارنامه کړې وه.
د ویلو ده چې د ټيسټ کرکټ په تاریخ کې تر ټولو زیاتې ویکټې د سریلانکا مورلي درن اخیستي دي چې پوره ۸۰۰ دي.