قوس 27, 1402 10:58 Asia/Kabul
  • د کرکټ 19 کلنو ټيم؛  بنګله دېش د اسیا کپ اتلولي وګټله

د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو د اسیا کپ سیالیو په پایلوبې کې بنګله دېش متحدو عربو اماراتو ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

پایلوبه نن یکشنبه د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوه.

بنګله دېش لوبمړۍ پاڼۍ لوبولې وه چې د ۸ لوبغاړو سوځېدو په سر یې ۲۸۲ منډې کړې وې. یادې لوبډلې ته عاشق الرحمن شبالي ۱۲۹ منډې کړې وې. اماراتو ته ایمن احمد ۴ لوبغاړي سوځولي وو.

کوربه عربي متحده امارات د ۸۷ منډو تر جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي په ۲۵م اور کې له لاسه ورکړل.

د بنګله دېش لپاره معروف او روحانت درې- درې لوبغاړي وسوځول.

دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش د نولس کلنو ځوانانو د اسیا جام پایلوبه ګټي.

د نولس کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالۍ د ۸ لوبډلو په ګډون د ډسمبر په ۸مه نېټه پیل شوې وې چې په نیمه پایلوبو کې اماراتو پاکستان او بنګله دېش هندوستان ته ماتې ورکړې وې.