د کم عمره کرکټ لوبغاړو اسیایي جام پای لوبه نن په متحده عربي اماراتو کې کېږي
قوس 26, 1402 11:51 Asia/Kabul
ټاکل شوې ده چې نن تر نولس کلنو د کم عمره کرکټ اسیایي جام، پایلوبه د متحد عربي اماراتو او بنګله دېش ترمنځ وشي.
د دې لوبو په ترڅ کې پرون، کوربه؛ متحد عربي اماراتو د پاکستان لوبډلې ته د یولسو منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.
تر دې مخکې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پرون بنګله دیش هند ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.
د اسیا تر نولس کلونو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په دې جام کې چې په متحد عربي اماراتو کې روان دی د افغانستان، سریلانکا، نیپال او جاپان لوبډلو هم برخه اخیستې وه.