د اسیا د کرکټ د ۱۹ کلنو جام ؛افغانستان له پاکستان څخه د ۸۳ منډو په توپير ماتې وخوړه
د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا د نولس کلنو کرکټ سیالیو د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې د پاکستان له لوبډلې د درې اتیا منډو په توپير ماتې وخوړه.
په دې لوبه کې که څه هم افغانستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه؛ خو بیا هم ونه توانید چې د پاکستان د درې سوه څلور منډو هدف پوره کړي.
افغانستان لومړی توپ اچونه وکړه. پاکستانۍ لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې په اته څلوېښتم اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل خو وتوانید چې درې سوه درې منډې جوړې کړي چې د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې لپاره لوی هدف ګڼل کېده.
په دوه یم پړاو کې چې د افغانستان د توپ وهنې وار و، افغان لوبغاړو په اته څلوېښت اعشاریه څلورم اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر دوه سوه شلو ډېر منډې یې جوړې نه کړې شوې.
په دې بریا سره پاکستان د لومړۍ ډلې د مخکښ په توګه بل پړاو ته لاره پیدا کړه.
هندۍ لوبډله د څلورو نمرو په لرلو سره دوه یم، افغانستان د دوو ماتو او یوې بریا سره درېیم او نیپال د هيڅ بریا په نه لرلو سره په څلورم ځای کې دی.