قوس 21, 1402 10:14 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ تر 19 کلنۍ کم عمره افغان لوبغاړي  نن پاکستان سره لوبیږي

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډله د ۱۹ کلنو د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې نن له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ښکته شوه

 افغان ځوانانو د پاکستان پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغانستان تر دې دمه په دې لړۍ کې دوه لوبې کړې، چې لومړۍ لوبه یې د هند په وړاندې وبایلله، خو دوهمه لوبه یې بیا له نیپال څخه په لوي توپیر وګټله

د ۱۹ کلنو افغان لوبغاړو په آسیايي جام کې د افغانستان، هند، بنګلدېش، متحده عربي امارات، سریلانکا، نیپال، پاکستان او جاپان لوبډلې څخه برخه لري.