د ۱۹ کلنو اسیا کپ کرکټ سیالۍ؛ افغانستان له هند سره لوبه کوي
قوس 18, 1402 09:34 Asia/Kabul
په متحدو عربو اماراتو کې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیا کپ کرکټ سیالۍ پیلېږي، چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې په کې دي. لوبډلې په دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوي. افغانستان په الف ګروپ کې دی چې له هند، پاکستان او نیپال سره مخامخ دی. په ب ګروپ کې متحده عرب امارات، بنګله دېش، سري لانکا او جاپان دي. دا پنځوس اوریزې لوبې دي.
نن د افغانستان او هند او پاکستان او نیپال ترمنځ سیالۍ دي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د چهارشنبې په ورځ متحدو عربو اماراتو ته ورسېده او تېره ورځ یې تمرین وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې لوبډله یې دغو سیالیو ته چمتو ده او هیله یې ښودلې ده چې ښه وځلېږي.