قوس 15, 1402 11:35 Asia/Kabul
  •  د کرکټ اسیا جام؛ د افغانستان د کم‌عمره ځوانانو لوبډله اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هیواد تر نولسو کلونو کشره لوبډله نن / چهارشنبې/ په اسیايي جام سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته ځي.

د کرکټ بورډ ویندوی سید نسیم سادات رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان به د ډسمبر په ۸مه نېټه په لومړۍ مسابفه کې له هندوستان سره مخامخ شي.

د ښاغلي سادات په وینا، افغان لوبډله به په الف ګروپ کې دوې نورې سیالۍ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه له نیپال او د ډسمبر په ۱۲مه نېټه له پاکستان سره وکړي.

د یادو سیالیو لپاره یوه اوونۍ وړاندې کرکټ بورډ د نصیراحمد تر لوبډلمشرۍ لاندې ۱۴ـ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

افغانستان په ۲۰۱۷ م کال کې د اسیا جام سیالیو پایلوبه ګټلې وه.