د افغانستان او انګلستان د کرکټ الف لوبډلې خپله درې ورځنۍلوبه ده
قوس 13, 1402 10:18 Asia/Kabul
نن د افغانستان او انګلستان د کرکټ الف لوبډلې بیا خپله درې ورځنۍ لوبه جاري ساتي.
افغان لوبډلې پرون د لوبې په لومړۍ ورځ د انګلستان ټیم په ۱۳۷ منډو اوټ کړ او په ځواب کې بیا د افغانستان اوه لوبغاړي په ۱۳۹ منډو وسوځېدل.
نن لوبډلمشر او دوه نور لوبغاړي د لوبې د جاري ساتلو چانس لري.
په پرونۍ لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي ضیاالرحمن اکبر څلور مقابل لوبغاړي وسوځول.
لوبډلمشر اکرام علي خېل ۴۷ منډې جوړې کړې او لا نه دی سوځېدلی.
د افغانستان او انګلستان د الف ټیمونه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې درې ورځنۍ لوبه لري.