قوس 12, 1402 10:58 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ د افغانستان او انګلستان الف لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبې پیلېږي

ټاکل شوې چې چې نن یکشنبه د افغانستان د کرکټ الف لوبډله په یوه درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کې د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دې سیالۍ لپاره د اکرام علي خیل په لوبډلمشرۍ د افغانستان ابدالیانو ۱۴ کسیزه لوبډله هم اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ نه دي ویلي چې ایا دغې لوبډلې اماراتو ته سفر کړی او که نن یې کوي؟

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او انګلستان الف لوبډلې سره سیالي کوي.