د ملاتر تر عملیاتو وروسته؛ راشد خان بېرته تمرینات پیل کړي
قوس 09, 1402 11:48 Asia/Kabul
د ملا تر عملیاتو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي راشدخان یو وار بیا تمرینات پیل کړي دي.
د افغان ملي لوبډلې بل لوبغاړي رحمت شاه پر خپلو ټولنیزو پاڼو له ښاغلي خان سره په جیم کې د ګډو تمریناتو انځور خپور کړی دی.
رحمت شاه لیکلي، راشد خان تر عملیاتو وروسته د نومبر په ۲۹مه نېټه په لندن کې په لومړي ځل تمرینات وکړل.
راشدخان د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د لندن په یوه روغتون کې د ملا عملیات وکړل.
نوموړي تر عملیات وروسته ویلي و، ډاکټرانو ورته له یوې نیمې تر دوو میاشتو د ارام کولو ویلي چې په دې موده کې به د اړوندو ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي او تمرینات به هم کوي.
هغه ویلي وو، له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملا دردونو په عذاب کړی و او دې ته اړ شو چې عملیات یې وکړي.