د کرکټ نړیوالې شورا نوې درجه بندي؛ راشد خان او محمد نبي پکې ښه ځایونه خپل کړي
قوس 08, 1402 11:11 Asia/Kabul
د کرکټ د نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې دوو افغان لوبغاړو محمدنبي او راشدخان ښه ځایونه خپل کړي دی.
اوټ لوک انډیا راپور ورکوي چې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ د لسو غوره آلرونډرانو په لیست کې محمدنبي دوهم او راشدخان شپږم ځای خپل کړی دی.
د دې فهرست لومړی ځای د بنګله دېش پخواني کیپټان شکیب الحسن ګټلی دی.
همداراز راشدخان په توپ اچونه یا بالینک کې هم د یو ورځنیو لوبو د لسو غوره لوبغاړو په ډله کې شپږم ځای نیولی دی.
په توپوهنه یا بیټینګ کې په لسو غوره لوبغاړو کې د افغان کرکټرانو نومونه نشته.
که څه هم په هند کې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې ابراهیم ځدراڼ ښه وځلېد او د کرکټ د ډېرو څارونکو پام یې ځان ته واړاوه.