قوس 08, 1402 10:34 Asia/Kabul
  • پاکستان کې څلور پولیس د کرکټ یو لوبغاړي څخه رشوت اخیستو په تور نیول شوي

په پاکستان کې چاراکي وایي د سیند په ایالت کې څلور پولیس پدې تور نیول شوي چې د دې هیواد د کرکټ یو مشهور لوبغاړي څخه یې رشوت اخیستی.

د کرکټ لوبغاړي شعیب مقصود چې د پاکستان لپاره یې ۲۹ یو ورځنۍ او ۲۶ د شلو شلو اورونو لوبې کړي، د X په ټولنیزې شبکې کې یې شکایت کړی چې د کراچۍ څخه ملتان ته روان و چې په لار کې ترې پولیسو رشوت واخیست.

د کرکټ دې لوبغاړي لیکلي، " د سیند پولیس دومره مفسد دي چې تر ۵۰ کیلو مټرو واټن وروسته مو دروي، د پیسو غوښتنه کوي او یا درته ګواښ کوي چې د پولیسو مرکز ته به مو بوځي".

د X په ټولنیزې شبکې کې د دې لوبغاړي تر شکایت کولو وروسته، د سیند پولیسو په یوې اعلامیې کې وویل ، هغه څلور پولیس یې موندلی چې پدې پیښې یې کې لاس درلود.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې پیښې له کبله د پولیسو ۲ چارواکو دندې د "غفلت" له کبله ځنډول شوي او قانوني کړنه پیل شوې.

په پاکستان کې د کرکټ لوبغاړو سره د مشهورو شخصیتونو په توګه چلند کیږي خو لوبغاړي ډیری وخت کوښښ کوي د خلکو په منځ کې خپله پیژندګلوي پټه وساتي.

د پاکستان کرکټ بورډ تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.